انصار: (د غویی 19مه)، د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون وایي، هغه امریکایي سرتېری چې روسیه کې نیول شوی دی، عسکري مقررات نقض کړي دي.
ګورډن بلاک یو له هغو امریکایي اتباعو څخه دی چې تازه روسیه کې په جلا جلا پېښو کې نیول شوی دی.
بلاک د روسیې په لرې ختیځه سیمه ولادیفوستوک کې د یوې محکمې له خوا نیول شوی دی او قضیه یې پرون د مې په اومه رسنیزه شوه.
ویل شوي چې دغه سرتېری د چین له لارې روسیې ته ننوتلی دی.
د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، روسیه کې د امریکایي اتباعو نیولو سره دا پوښتنه راپورته شوې چې مسکو له واشنګټن سره د زندانیانو احتمالي تبادله غواړي.
د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې د اوکراین د جګړې له کبله خړې پړې شوې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31476
قرأ